يوه شرموونکي مظاهره - کابل
نظرمحمد مطمئن نظرمحمد مطمئن

 

 

نن يو سياسي ګوند معيوبین او بې وزله نارينه او ښځينه د کابل ښار په يوه له ګڼې ګوڼې ډکه سيمه کې په دي اواز راټول کړي وو چې هغوی سره مرسته کوي، ولي کله چې معيوبین او بې وزله ښځي او نر معلوم ځای ته تشريف وروړي، هلته د ګوند مشرانو شعارونه او بینرونه ځوړند کړي وو او ویل يې چې د مشورتي لويې جرګې څخه د ملاتړ له پاره يې د خپل ګوند غړي راټول کړي، ډیر ژر معيوبينو د ګوند دمشرانو دريځ (سټیج) چپه او د ګوند غړي يې په سوکونو او لغتو ووهل، راټول شويو خلکو رسنيو ته وویل چې موږ يې د مرستي په نوم راغوښتي وو، مرګ پر جعل کارانو يې وايه، دا ډول يې راتلونکې مشورتي جرګه غندله

قهرجنو معيوبينو د ځينو رسنيو کارکوونکې هم ووهل، ځکه چې هغوی ناسم خبرونه خپرول، کابل هروخت د چارواکو له خوا ددغسي شرموونکو صحنو شاهد وي، کله ښاروال، کله کوم وزير او کله هم وکيل زموږ بېچاره افغان سوالګر د مرستو په نوم ټولوي او بيا يې د سياسي اهدافو له پاره دهغوی له حضور څخه استفاده کوي.

ننۍ پېښه ښه ده چې ملګري او دوستان يې د ټلويزون پر پرده ووينې چې معيوبينو څه ډول له خپلو حقونو څخه دفاع وکړه او راتلونکې مشورتي جرګه يې د ګوند د مشرانو خلاف وغندله، پايله داچې دګوندمشران او د ځينو رسنيو غړو هم وهل پکې وخوړل.

پرون ورځ يوه لويه د علماوو او پوهانو جرګه چې نږدې ۳۰۰۰ کسانو له بېلابېلو ولايتونو څخه پکې ګډون کړي وو، د امريکا او افغانستان امنيتې تړون يې وغانده او ناجایز او نامشروع عمل يې وباله، د افغان ولس له خوا يې د امريکا او اوسني حکومت هر ډول تړون رد کی، او دا ډول يې راتلونکې مشورتي جرګه هم وغندله، فکر کيږي چې نني سياسي ګوند ته د کوم لوري څخه دنده سپار شوي وه چې د پرونۍ جرګې خلاف نن د مشورتي لويې جرګې غوښتنه وکړي، او دغه د مرستي په نوم غوښتل شوي نا زده کړي نارينه او ښځي پوهان او د ولس استازي خلکو ته د رسنيو له لاري وښئي، ولي په دي کار کې سخت وشرميدل، دا سي نښې نښانې ښکاري چې راتلونکې مشورتي جرګه به هم له ورته شرم سره مخ شي.






November 11th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها